د هلمند چارواکي وایي، چې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې شل وسله وال طالبان او دوه پولیس وژل شوي دي.
د سنګین ولسوال محمد شریف ازادي راډیو ته ویلي، دغه جګړه چې تیره ورځ سهار پیل او تر ماښامه یې دوام وکړ دوه سیمه ییز پولیس په کې ټپیان دي.
وسله وال طالبان بیا خپل لور ته مرګ ژوبله نه مني خو ادعاکوي، چې په دې نښته کې یې اته پولیس وژلي، چې مړي یې د جګړې پر میدان پاتې دي.
بل خوا د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د یو ساختماني شرکت دوه ساتونکي وژل شوي دي.