په جوزجان کې د طالب وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د جوزجان ولایت په خواجه دوکو ولسوالۍ کې نن سهار د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دي.

د خواجه دوکو ولسوال ګوهرخان بابري ازادي راډیو ته ویلي، چې دا پېښه په دشتی لیلي سیمه کې رامنځته شوې؛ خو ده وسله والو طالبانو ته یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

وسله والو طالبانو بیا ویلي، چې درې پولیس یې وژلي او رنجر موټر یې له ځان سره وړی.