″د جنرال دوستم پلویان په شمال کې د بهرنیانو پانګونې له خنډ سره مخ کړي″

د افغانستان د کانونو وزير شکايت کړي، چې د جنرال عبدالرشيد دوستم پلوي وسله وال د هيواد په شمال کې د چينايي شرکت له لوري د تېلو د راايستلو مخه نيسي او په هيواد کې د بهرنيانو پانګونې ته خنډ پېښوي.

ويل شوي چې د افغانستان د ملي امنيت شورا جنرال دوستم او د هغه يو شمېر قومندانان لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د افغانستان د حکومت د يوه چارواکي له قوله رويټرز خبري اژانس وويل چې چينايي مقاماتو هم د افغانستان ولسمشر ته ويلي چې د دوستم پلويان يې د کار خنډ کېږي.

د جنرال عبدالرشيد دوستم، د افغانستان د وسله والو قواوو درستيزوال دي، اړوندې ډلې د افغانستان د حکومت تورونه رد کړي خو په عين حال کې يې ويلي چې دوي د دې غوښتونکي دي چې د تېلو او ګازو د استخراج د امنيت په چارو کې د سيمې اوسېدونکي وګومارل شي.