د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک روغتیايي حالت مخ پرخرابېدو دی

راپورونه وايي چې د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک روغتيايي وضعه مخ په خرابېدو ده.

د قاهرې د توره (Torah) محبس د مامورينو په قول ويل شوي؛ وروسته له دې چې پرون د حسني مبارک زړه کار پرېښود، يوه برقي وسيله ورته نصب کړای شوه.

تر دې مخکې ويل شوي وو، چې ۸۴ کلن مبارک د محبس په روغتون کې کله ويده وي او کله هم بې سده.

مبارک کابو دوې اوونۍ دمخه په عمري قيد محکوم شو. دی، چې څه باندې دېرش کاله يې پر مصر واکمني کړې ده، د روانې جوزا په ديارلسمه د ۲۰۱۱ کال د پاڅون په ترڅ کې د مظاهره چيانو په وژلو کې د همکاري په تور مجرم وپېژندل شو.