اوه هېوادونه د امریکا د بندیزونو له لیست څخه مستثنا شول

د امريکا متحدو ايالتونو پرون وويل، چې د هند په شمول به اوه هيوادونه په مالي بنديزونو کې استثنا وګرځوي ځکه چې دوی له ايران څخه د تېلو اخيستل په زياته پيمانه کم کړي دي.

د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلنټن وويل، پر هند سربېره جنوبي کوريا، ترکيه، ماليزيا، جنوبي افريقا، سريلانکا او تايوان د امريکا د مالي بنديز له ليسته ايستل شوي دي.

په مارچ کې امريکا د اروپايي اتحاديې او جاپان په شمول يوولس هيوادونه استثنا کړي ول.

مېرمن کلنټن پرون په يوه اعلاميه کې وويل، د نړۍ هيوادونه له ايران څخه د تېلو په نه رانيولو سره د دغه هيواد مشرانو ته دا پيغام ورکوي؛ چې تر څو دوی خپل اټمي پروګرام شفاف کړي نه وي، دوی به منزوي او تر فشار لاندې وي.