دښمن ته د شکست لپاره قوي تبلیغاتو ته اړتیا ده

جنرال عتیق الله امیرخېل

په راپور کې مو د اسوشېتېدپریس خبري آژانس د خبریال د سترګو لیدلی حال اورېده؛ چې په لوګر کې د ملي اردو یوه مرکز ته ورغلی، د سرتېرو خبري یې اورېدلي او د هغو د ستونزو یادونه یې کړې ده.

د افغان ځواکونو، په تېره د ملي اردو ستونزو، په داسې حال کې چې 2014 کال په چټکۍ سره راروان دی د ډېرو کارپوهانو پاملرنه ځان ته اړولې ده. ځینې ورته خوشبین دي او ځینې نور د دې ځواکونو پر وړتیا شک څرګندوي.

د افغانستان د پوځ پخواني جنرال عتیق الله امرخېل چې په هېواد کې روانې پوځي هڅې له نژدې څاري د افغان امنیتي ځواکونو، په تېره د ملي اردو په وړاندې پرتې ستونزې، وړتیا، روحیات او نور مسایل له احمدتکل سره په مرکه کې څېړلې. ښاغلي امرخېل په سر کې، په ملي اردو کې د مهمو نیمګړتیاوو یادونه وکړه:

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان ځواکونو له وړتیاوو په اړه له عتیق الله امرخېل سره مرکه