ټاکل شوې ده، چی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف به د راتلونکې چهارشنبه په ورځ ایران ته ولاړشي او د دې هیواد د لانجمن اټمي پروګرام په اړه به د تهران او شپږو قدرتونو ترمنځ د خبرو د بل دور په ګډون په یوشمیر مسایلو خبرې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، لاوروف به د تهران د اټمي لانجمن پروګرام په اړه په مسکو کې د راتلونکې اونۍ د خبرو او د منځني ختیځ او شمالي افریقا د حالاتو په اړه چې په عربي نړۍ او سوریه کې د اوسنیو بدلونونو پروسه بلل شوې، خبرې وکړي.
په مسکو کې له ایران سره د شپږو قدرتونو، متحده ایالاتو، فرانسې، روسیې، چین، بریتانا او جرمني خبرې د جون په ۱۸ او ۱۹ ترسره کیږي.