د لومړنیو نظرشمیرنو له مخې د فرانسې د پارلماني انتخاباتو د لومړي دورنتیجې ښیې چې د ولسمشر ″فرانسوا اولانډ″ سوسیالیست ګوند او د هغه متحد شین ګوند به یې په یوه کم تفاوت د ملي اسامبلې د ۵۷۷ کسیزې ولسي جرګې اکثریت ترلاسه کړي.
د سي. اس. اې (CSA) په نوم د انتخاباتو انسټیټوټ اټکل کوي، چې اولاند به وکولای شي، چې ۲۸۹ څوکۍ چې د قاطع اکثریت لپاره ورته اړتیا ده، د راتلونکې یکشنبه په ورځ چې د رایې ورکولو دوهم پړاوترسره کیږي، ترلاسه کړي.
اولاند چې تیره میاشت یې ښي اړخي ولسمشر نیکولاس سارکوزي ته ماتې ورکړې، په اوس وخت کې په پارلمان کې له محافظه کارانو سره چې په ولسي جرګه کې اکثریت لري، مخامخ دی.
تمه ده چې د دغو انتخاباتو نتیجه به مشخص کړي چې نوی ولسمشر ترکومه حده کولای شي اصلاحات پلی کړي.
اولاند ژمنه کړې چې پرشتمنو به مالیه زیاته کړي او د منځنۍ طبقې لپاره به د کارکولو شرایط ښه کړي.