تیره شپه په ننګرهار کې شپږ تنه وسلوال مخالفان وژل شوي دي

په ننګرهار کې د ګډو ځواکونو له خوا تیره شپه شپږ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي.

د دې ولایت د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا وسله وال مخالفان د بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردهي سیمه کې د ماین ښخولو پر مهال وژل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې پیښه کې د څلورو وسله والو طالبانو وژل کیدل مني او وایي، چې دوه نور یې ملکي وګړي دي.

خو د عبدالزی څرګندوني چې دا شپږ واړه وسله وال طالبان دي او د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډې ګزمې پرمهال وژل شوي دي.