د پیسو د نړېوال وجهي صندوق مشرې د هسپانیا د بانکي سیستم د ژغورولو لپاره د یورو زون هېوادونو د سل میلارده یورو د مرستې ستاینه کړې ده.
کرستین لیګارد په یوې اعلامیه کې له هسپانیا سره د مالي مرستې په اړه د یورو زون د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه د دغه هېواد د بانکي سیستم د ژغورولو او پراخ مالي بحران د مخنیوي لپاره مهم ګام بللی دی.