د جرمونو نړېوالې محکمې د خپلو ۴ تنو کارکونکو د خوشې کیدو غوښتنه کړې

د جرمونو نړېوالې محکمې د خپلو هغو ۴ تنو کارکونکو د خوشې کیدو غوښتنه کړې چې د محکمې په وینا په لیبیا کې زنداني شوي دي.

د هاګ د جرمونو د محکمې مشر سنګ هیون سونګ په یوې اعلامیه کې وویل، په لیبیا کې له خپلو ۴ کارکونکو سره د دوي ارتباط پریې شوی او دا محکمه د خپلو دغو کارکونکو د سلامتیا په اړه ژوره اندیښنه لري.

د جرمونو د نړېوالې محکمې د کارکونکو یوه ډله په لیبیا کې د پخواني وژل شوي واکمن معمر قذافي د ځوی سیف الاسلام سره د کتنې په هدف دغه هېواد ته تللې ده.

سیف په تیر نومبر میاشت کې له نیول کیدو وروسته وسله والو په زنتان ښار کې بند ساتلی دی.

د جرمونو نړیواله محکمه او د لیبیا حکومت دواړه د ۳۹ سیف الاسلام چې د بشریت ضد جرمونو په ترسره کولو تورن دی د محاکمه کولو غوښتونکي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د لیبیا د حکومت لخوا د سیف د عادلې محاکمې د توانمندۍ په اړه شک څرګند کړی دی.