په روسیې کې یو نوی قانون نافذ شو، چې له مخې به یې هغه کسان سخت جریمه کیږي، چې له اجازې پرته په مظاهرو کې ګډون کوي.
دا نوی لانجمن قانون د روسیې د دولتې ورځپاڼې ″روسیسکا ګزیتا″ د شنبې د ورځې په ګڼې کې خپور شوی او د جمعې په ورځ، جمهور رییس ولادمییر پوتین لاسلیک او توشیح کړی و.
د دغه قانون له مخې که یو څوک له رسمې اجازې پرته په مظاهرو یا لاریونونو کې ګډون وکړې، تر ۹ زرو امریکایي ډالرو پورې به جریمه شي.
رسمې چارواکې که په مظاهرو کی ګډون وکړې نو دوه برابره به جریمه شي.
په دي قانون کې ویل شوي، سرغړونکې یا مجرمان به د ټولنیزو کارونو په تر سره کولو هم محکوم شي.
دا نوی قانون تېره اوونۍ پارلمان په ډېرې عجلې تصویب کړ.
تمه ده، چې مخالفان به د جون په ۱۲ مه چې د ″روسیې د ورځې″ رخصتۍ ده، د پوتین او د ده د حکومت پر ضد سترې مظاهرې وکړې.