فعالان وایي، د سوریې حکومتي عسکرو په جنوبې ښار ″درعا″ باندې ډزې کړې او لږ ترلږه ۱۵ کسان یې وژلې دې.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله چې مرکز یې په لندن کې دی، وایي، د شنبې د ورځې په ډزو کې زیات شمېر کسان ټپیان شوې هم دي.
درعا هغه ښار دی، چی د تېرکال مارچ میاشت کې په کې د بشار الاسد د رژیم پر ضد پاڅون پیل شوی و.
د درعا د مرګ ژوبلې راپور په داسې حال کې خپریږي، چې نړیوالو د ″مزرعه القبیر″ په کلي کې د ملکیانو د وژنې په اړه د اعتراض غږونه پورته کړې دي.
د ملګرو ملتونو څارونکو د جمعې په ورځ دا سیمه وکتله او وایي، په دیوالونو یي وینې او د سوځول شویو انسانانو اندامونه ولیدل او داسې شواهد یې کتلي، چې ښیې په سمېې کې یو“بیرونکې جنایت” شوی دی.
څارونکو هغه راپورونه نه دي تایید کړي، چې وایي، په دې پیښې کې شاوخوا اتیا کسان وژل شوي دي.
د سوریې حکومت په دې وژنې کې لاس لرل رد کړي دي.