پاکستان د امریکا د متحده ایالاتو هغه څرګندونې رد کړې چی وایي، اسلام آباد په خپلې خاورې کې د وسله والو د امن ځایونو د لري کولو په کار کې زیات څه نه کوي.
د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، دا چې اسلام آباد د وسله والو د امن ځایونو د له منځه وړلو لپاره زیات څه کول رد کړي، د متحده ایالاتو حوصله ورته ختمه شوې ده.
پنیټا دا خبره په کابل کې د افغانستان له دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ سره د کتنې پر مهال کړې وه.
د امریکا دفاع وزیر ویلي، واشنګټن، په خاص ډول له پاکستان څځه غوښتې چې له طالبانو او القاعده شبکې سره د تړلې حقاني ډلې پر ضد دي عمل وکړي.
دا ډله په شمالي وزیرستان کې اډې لري او د افغانستان په لس کلنې جګړې کې د وژونکو حملو مسووله ګڼل کیږي.