په ننګرهار کې د ماین چاودنې دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ننګرهار په خوګیاني ولسوالۍ کې د ماین چاودنې درې تنه مړه او ټپیان کړي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي آزادۍ راډیوته وویل؛ چې پېښه د دې ولسوالۍ د یوه اوسیدونکي حاجي نذیر د کور مخته د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوه.

له کونړه رارسیدلي راپورونه ښیي چې، تیره شپه د ملي اردو او طالبانو تر منځ په نښته کې د ملي اردو درې سرتیري ټپان شوي.

د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه نښته تیره شپه د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې شوې.

له کونړ څخه په یوبل خبر کې ویل شوي، چې په شیګل ولسوالۍ کې تیره شپه پر یوه کور د تندر د لګیدلو له امله دوه تنه مړه او درې ټپیان شوي.