د اروپا د فوټبال اتلولۍ، چې پولنډ او اکراين يې کوربانه دي پرون په وارسا کې پيل شوې.
دا لوبې به درې اونۍ دوام وکړي. پرون د وارسا په ملي سټيډيم کې د پرانيستلو مراسم د پنځوس زره کسانو په وړاندې ترسره شول. تر دې مراسمو وروسته کوربه هېواد پولنډ له يونان سره لوبه وکړه؛ چې يو د يوه په وړاندې مساوي شوه.
د پولنډ د ملي لوبډلې يوه ملاتړي وويل:
″په پيل کې پولنډ ډېره ښه لوبه وکړه، که څه هم يو څو سهوې يې وکړې خو فکر کوم چې له روسيې سره به سخته لوبه وکړو.″
د سې شنبې په ورځ ټاکل شوې ده، چې پولنډ او روسيه لوبه وکړي.
پرون بله لوبه د پولنډ په وروکلا ښار کې د روسيې او چک جمهوريت تر منځ ترسره شوه، چې روسيې څلور ګولونه وکړل او چک يو ګول.
نن هالنډ له دنمارک سره او جرمني له پرتګال سره لوبه کوي.