جنرال جان الن په لوګر کې د ملکيانو د وژنې په اړه بخښنه وغوښته

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن د جمعې په ورځ په لوګر ولایت کې د ایتلافي ځواکونو د هوايي حملو په ترڅ کې د ملکیانو د وژني له امله بخښنه وغوښتنه.

د ازادي راډیو خبریال وویل، جان الن پرون د لوګر ولایت ته سفر کړي و او هلته یې په مرکز پل علم کې د لوګر له سیمه یېزو چارواکو سره وکتل.

هغه په لوګر کې د ملکیانو وژنه یوه غمیزه وبلله او ویې ویل؛ چې دوی یې په اړه جدي تحقیقات کوي. جنرال جان الن وویل، چې هغو عسکرو چې د هوایي حملې غوښتنه یې کړې په دې نه پوهیدل چې په بمبار شوی کور کې دننه ملیکان دی.

جان الن دمخه تر دې چې خپل پیغام د لوګر خلکو ته ورسوي د لوګر له والي او نورو چارواکو سره وکتل.

د ازادۍ راډیو خبریال وايي، چې په دې غونډه کې د لوګر والي طاهر خان صبري له جان الن نه وغوښتل؛ چې د پیښې عاملین محاکمې ته راکاږي.

صبري همداراز وویل، چې ناټو ځواکونه باید په خپلې پوځي تګلارې له سره کتنه وکړي.

د راپورونو له مخې د تیرې چهارشنبې په ورځ د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې په یوه کور د ناټو ځواکونو په هوايي بمباري کې اتلس ملکي کسان وژل شوي دي.