ایران د م.م څارونکو ته د دوی د اټمي پروګرام څخه د کتنې اجازه نه ده ورکړې

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ څارونکو د جمعې په ورځ وویل، له ایران سره په دې اړه خبرې چې ورته د تهران د اټمي پروګرام څخه د کتنې اجازه ورکړی شي، له ناکامي سره مخامخې شوې.

د نړیوالې اټمې انرژۍ ادارې وویل، له تهران سره د خبرو په پینځم پړاو کې چې د دې هېواد د اتمي پروګرام په اړه د پلټنې په اړه پلان شوې وې تر اوسه هیڅ کومه موافقه نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې ادارې په خپل بیان کې ویلي، په دې اړه هیڅ پرمختګ نه دی شوی او تهران داسې مسالې راپورته کړي؛ چې پخوا ورباندې بحث شوی او اوس یې څه نوي وراضافه کړي دي.

د ملګروملتونو د پلټونکو مشر Herman Nackaerts هرمن نیکورتس په دې خبرو کې نه پرمختګ باندې ناهیلي څرګنده کړي ده. د ایران استازي علی اضغر سلطاني ویلي؛ د ایران اټمي تاسیساتو ته د لاس رسي په اړه خبرې ډیرې پیچلې وې او له همدې امله به ډیر وخت ونیسي.

د ملګرو ملتونو داټمي انرژۍ اداره هیله منه ده، چې ایران به له دې سره موافقه و کړي، چې د ملګروملتونو څارنکو ته اجازه ورکړي، چې د دې هیواد له اټمي پروګرام څخه کتنه وکړي.