په پام کې ده، چې د افغانستان د جنګي ورزش د نامتو لوبغاړي او د کانفو د اتل، احسان شفيق جنازه نن خاورو ته وسپارل شي.
۳۶ کلن احسان شفیق چې په لندن کې اوسېده، د سه شنبې په ورځ د جون په پنځمه په ناروې کې د خپل یوه دوست په کور کې د زړه د درېدو له وجې په حق ورسېد.
ارواښاد شفیق په ټوله نړۍ کې د شاولين کانفو استاد و. ده د کانفو، کاراتې، کېک بوکسېنګ، سانشو او په نورو بېلابېلو ملي او نړیوالو سیالیو او اتلولیو کې ګډون کړی و. د ده په اړه ویل کېږي چې له ۹۹ لوبو څخه یې ۹۳ ګټلي او یوازې شپږ یې بایللې وې.
احسان شفیق د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانانو لپاره ورزشي کلپونه جوړ کړي وو، او له دې لارې به یې افغانانو ته خدمت کاوه.
ټاکل شوې چې د ارواښاداحسان شفیق جنازه نن له ناروې کابل ته ورسېږي او د جنازې له لمانځه وروسته د ده په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.