ایټالیا: په بمي حملو کې په لاس لرلو تورن کس مو نیولی دی

د ايټاليا رسنيو وويل، چې پوليسو د دغه هېواد د جنوب په يوه ښوونځي کې د تېرې مياشتې په وژونکې بمي حمله کې په لاس لرلو تورن کس نيولی دی.

د مې په ۱۹ مه د ايټاليا د بندري ښار د يوه ښوونځي په دروازه کې له لېري کنټرولېدونکي بم په داسې حال کې وچاودول شو، چې زده کوونکي تازه د ښوونځي خولې ته ورسېدل.

په دې پېښه کې يوه شپاړس کلنه نجلۍ ووژل شوه او پنځه نور زده کوونکي ژوبل شول.

راپورونه وايي، چې يو تن ۶۷ کلن په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.