د سوريي په حما ولایت کې ۸۶کسان وژل شوي دي

د سوریې د رژیم مخالفین وایي، چې په حما ولایت کې د حکومت پلویو ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۸۶ کسان وژل شوي دي.

دغو فعالانو وویل، په قوبیر او مارزف کلیو کې په وژل شوېو کسانو چې دوی عام وژنه وبلله، له شلو زیات ماشومان او شل ښځې شامل دي.

د سوریې دولتي ټلویزیون وویل، ځواکونو پر تروریستانو له حملې وروسته یو شمېر مړي پیدا کړي دي.

د هماهنګۍ سیمه ییزې کمیټې وویل، لږ تر لږه ۷۸ کسان یواځې په قبیر کلي کې وژل شوي دي.

مخالفینو ویلي، چې پر دغه کلي امنیتي ځواکونو بریدونه کړې خو زیاتره تلفات حکومت پلویو ملیشو پیښ کړي دي.

راپورونه وایي، چې ډیر کسان له نژدې واټن په ګولۍ لګیدلي او په چړو وهل شوي دي.

د دغو وژنو راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي، چې څه کم دوه اونۍ مخکې په حوله ښار کې ۱۰۸ تنه وژل شوي و.