″په هېواد کې د زده کوونکو په مسمومولو کې د پاکستان لاس دی″

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې په هیواد کې د زده کوونکو مسمومول د پاکستان د اسخباراتو په لارښوونې د طالبو په وسیله کیږي.

د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په هیواد کې د زده کوونکو د مسمومولو مسله د پاکستان د کوټې د شورا او حقاني شبکې له خوا د افغانانو تر منځ د ویرې او وحشت د رامنځ ته کولو په هدف تر سره کیږي.

د رپوټونو له مخې په تیره یوه میاشت کې اوه سوه نجونې د تخار ولایت په اوو ښوونځیو کې مسمومې شوې دي.

د تخار د والي ویاند فرید ذکي نن په تالقان کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه یې پدې هکله شل تنه د زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو د کار کوونکو په شمول نیولي دي.