د سوریې حکومت اولسو نړېوالو نهادونو ته سوریې ته د تګ اجازه وکړه

د سوریې حکومت د سې شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو ۱۷ موسسو او غیر حکومتي سازمانونو ته اجازه ورکړه چې سوریې ته لاړشي.

له دې مخکې سوریې د شخړو د دوام له امله د ۱۷ امریکایي او اروپایي ډپلوماټانو شتون ″د منلو وړ″ نه باله.

دا اعلان په داسې حال کې وشو، چې یو شمېر لویدیځو هیوادونو د حوله ښارګوټي د عامه وژنې په غبرګون کې سوریایي ډپلوماټان شړلې دي.

په عین حال کې د روسیې او چین جمهورو رییسانو ″ولادمیر پوتین″ او ″هوو ژینتاو″ له نړیوالې ټولنې څخه په ګډه وغوښتل؛ چې د سوریې د شخړې د ختمولو لپاره دې د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد د استازي کوفي عنان د سولې د پلان ملاتړ وکړي.