په تخار کې د نجونو د مسموم کېدو د پېښه په تور ۱۶ کسان نیول شوي

چارواکې وایي، د تخار ولایت د انجونو په ښوونځیو کې د زده کوونکو د مسموم کیدو د پیښو په اړه یې ۱۶ کسان نیولې دي.

د تخار د والي ویاند مصطفی رسولي فرانسپرس آژانس ته ویلي، په نیول شویو کې یوه پاکستانۍ ښځه هم شامله ده، چې د دې ولایت په یوه روغتیایي کلینیک کې یې کار کاوه.

د رسولې په وینا، نیول شویو کسانو د انجونو په مسموم کېدو کې لاس لرل رد کړي او په دې اړه کوم فزیکي شواهد هم نشته.

له بلې خوا، یو شمېر روغتیایي کارپوهان دا هم وایي، د انجونو د مسموم کېدو پیښې ممکن له بیرې او روحي فشارونو له وجې وي او په طبابت کې دا ډول پیښې د ډله یېزې بېرې یا هیستریا (Hysteria) په نامه یادیږي.