د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کاترین اشټن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر سره د ستراتیژیک ډیالوګ د پیل په مهال چې هدف یې اقتصادي، امنیتي او سیاسي اړیکو پیاوړي کول دي، خبرې وکړې.
میرمن اشټن له رباني کهر سره له خبرو وروسته په اسلام اباد کې په یوې خبري غونډه کې د اروپایې اتحادیې او پاکستان د راتلونکو اړیکو په اړه هیله څرګنده کړه او ویې ویل،
″که بیرته دغو اړیکو ته راشو، موږ غواړو چې د اوږدې مودې لپاره کار وکړو. موږغواړو ستاسو له اقتصاد او د ډموکراسۍ له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړو او له تاسو سره په سیمه کې جوړونکې رول ولوبو.″
اشټن وویل، اروپایي اتحادیه په دې پوه ده چې پاکستان له کومو ستونزو سره مخامخ دی او غواړي چې له دې هیواد سره اوږدمهاله اړیکې ولري.
اروپایي اتحادیه د پاکستان د سوداګرۍ لویه شریکه ده چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ اندازه ۸،۳ میلیارډ ایرو ته رسیږي.