د تخار ولایت مسوولین وایي، چې نن له غرمې وروسته د روستاق ولسوالۍ د نجونو د لیسې لسګونه انجونې مسمومې شوي دي.
د تخار د عامې روغتیا ريیس حفیظ الله صافې آزادي راډیو ته وویل؛ چې څلویښت مسمومه شوې نجونې روغتون ته وړل شوي او ممکن شمېره یې لوړه شې.
په همدې وخت کې د تخار امنیتي چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د نجونو د مسمومولو د پیښو په تور یې اته کسه نیولي دي.
د تخار ولایت د ملي امنیت ريیس جنرال نجیب الله وایي، چې نیول شويو کسانو په خپل اعتراف کې ویلي، چې دوی دا کار د وسله والوطالبانو او د ازبکستان د اسلامپالې ډلی په لارښوونه کړي.
امنیتي چارواکو ویلي، چې په دې اتو تنو کې یوه پاکستانۍ مېرمن هم شامله ده.