د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشره کاترین اشټن پاکستان ته ځي

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشره پاکستان ته ځي چې له دغه هيواد سره د پرمختيايي چارو او سوداګري مسايلو په اړه د پراخو ستراتيژيکو خبرو باب پرانيزي.

د اروپايي اتحاديې د کميسون له يوې اعلاميې سره سم مېرمن اشتن او د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر به د اروپايي اتحاديې د اووه ويشت غړيو هيوادونو او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې د يوې نوې سا د پيدا کولو په هدف نن رسماً خبرې پيل کړي.