د بریتانیا د ملکې خاوند د ورته پېښې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستري شو

د بريتانيا د ملکې ماڼۍ (بکينګم پلس) پرون اعلان وکړ، چې د دوهمې اليزابت خاوند ۹۰ کلن شهزاده فليپ په بډوګي کې د عفونت له کبله په روغتون کې بستر شو او د ملکې اليزابت د واک ته رسېدو د شپېتمې کاليزې د جشن له پاتې مراسمو به بې برخې شي.

شهزاده فليپ د يکشنبې په ورځ په داسي حال کې د لندن په تيمز سين کې له ملکې او د سلطنتي کورنۍ له نورو غړيو سره پر تخت د اليزابت د کښېناستو د شپېتمې کاليزې په مراسمو کې ګډون وکړ چې باد چلېده او هوا سړه وه.