د کونړ امنیتي چارواکي وایي، چې نړیوالو ځواکونو د ماڼوګۍ ولسوالۍ په سندرۍ سیمه کې بمباري کړې ده.
د کونړ د امنیې قومندان عوض محمد نذیزي ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه بمباري تیر ماښام شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.
خو د سیمې اوسیدونکو ازادي راډیوته وویل، چې په دې بمبارۍ کې د طالبانو یو قاضي او د هغه یو ساتونکي وژل شوي دي.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل لورته راپورونه وایي، چې تیر ماښام د هرات د شین ډنډ ولسوالۍ په عزیز اباد سیمه کې د دریو کسانو جسدونه په داسې حال کې وموندل شول چې سرونه ترې غوڅ شوي وو.
د هرات یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودو په شرط وویل؛ چې تراوسه وژل شوي کسان نه دي پیژندل شوي خو زیاته یې کړه، چې دوی عدلي طب ته لیږدول شوی دي.