د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي نن وویل، د اسراییل له لوري هر ډول حمله به بېرته پر اسراییل د تندر په څير را پریوزي.
ایت الله خامنه یي همدا راز ټينګار وکړ، چې د تهران د اټمي پروګرام په اړه د نړیوالو شک په دروغو بنا دی.
د ده په وینا، غرب غواړي په دې ډول په امریکا او اروپا کې له روان اقتصاديي بحران څخه د خلکو پام په بله خوا کړي.
″د نړۍ په سیاسي او مطبوعاتي غونډو کې له هستوي ایران څخه د تهدید په توګه یادونه کیږي. ویل کیږي، چې هستوي ایران خطر لري.
زه وایم، دا خلک دروغ وايي. دوی چل کوي. دوی له هستوي ایران څخه نه، له اسلامي ایران څخه ډاریږي، چې باید هم وډار شي.″
خامنه یي نن د ایران د اسلامي جمهوریت د موسس ایت الله روح الله خمیني د تلین په مناسبت دا خبرې وکړې.