ملي امنیت د بدخشان څو ولسوالیو ته د طالبانو له خوا نومول شوي ولسوالان وژلي

د ملي امینت ریاست وایي، چې په بدخشان کې یې د وسله والو طالبانو له خوا د راغستان، شهربزرګ او یاوان ولسوالیو لپاره نومول شوي ولسوالان وژلي دي.

د ملي امنیت یوه مطبوعاتي مسوول شفیق الله طاهري نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې د طالبانو لخوا د بدخشان د اتو ولسوالیوپوځي مسوول هم وژل شوی.

ده څرګنده کړه چې دا وسله وال طالبان د هغو ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي چې وړمه شپه په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د تښتول شوو بریتانویانواو د هغوی د افغان ملګرو د ژغورلولپاره ترسره شول.

ده وویل، چې په دې عملیاتوکې اته واړه هغه تښتوونکي ووژل شول چې د یوې خیریه موسسې د بهرنیو او افغان کارکوونکو په تښتولوکې ښکیل وو.
وسله والو طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.