سل هاوو تنو نن یو وار بیا د مصر په مرکز قاهره کې د تحریر میدان ته مخه کړې ده، څو د حسني مبارک په برخه کې د محکمې د پریکړې په وړاندې اعتراض وکړي.
یوه تن اعتراض کونکي، نن په قاهره کې خبریالانو ته وویل:
″مبارک او حبیب العدلي مجرم وپیژندل شول او تقریباً نور ټول کسان بري شول. دا حقیقت نه لري، دا سمه نه ده.″
یو شمیر اعتراض کوونکو حتی تیره شپه د تحریر په میدان کې تیره کړه.
د قاهرې یوې محکمې پرون، حسني مبارک چې ۸۴ کلن دی او د هغه د رژیم د کورنیو چارو وزیر حبیب العدلي د ولسي پاڅون په ترځ کې، د اعتراض کونکو د وژلو په جرم په عمر قید محکوم کړل.
محکمې په ورته تورونو باندې د مبارک د رژیم د امنیتي ادارو شپږ مشران بري کړل.
د محکمې د دې پریکړې په اعتراض کې پرون هم لږترلږه شل زره اعتراض کونکي د تحریر پر میدان راغونډ شوي وو.