هېلري کلنټن: د مصر د انتخاباتو نتیجې باید د خلکو د منلو وړ وي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، په مصر کې د شوو ازادو انتخاباتو نتیجې باید د منلو وړ او د خلکو د غوښتنو منعکس کونکي وي.

هېلري کلنټن چې پرون يې په ناروې کې خبریالانو ته خبرې کولې، په عمر قید د مصر د پخواني ولسمشر حسنې مبارک د محکومېدو او د دې هیواد د انتخاباتو د پروسې په اړه وویل:

“زه نه غواړم د بند د حکم په اړه چې محکمې صادر کړ او یا په دې اړه چې شواهد موجود وو او که څنګه، څه ووایم.

دا د مصر په خلکو، د مصر په قضايي سیسټم او د مصر په حکومت اړه لري.

خو له فرصت څخه په ګټې اخیستنې، غواړم ووایم، د مصر د انتخاباتو د بهیر، چې په ازاده، عادلانه او قانوني توګه وشوه، نتیجې باید د منلو وړ او داسې وي، چې د مصر د خلکو غوښتنې منعکس کړي.”

د مصرپخوانی ولسمشر حسنې مبارک او د هغه د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو وزیر حبیب العدلي ته پرون د تیر کال د ولسي پاڅون پر مهال د مظاهره کونکو په وژلو کې د لا س لرولو په جرم په علني محکمه کې په عمر قید محکوم شو.