د پوهنې وزارت وایي، چې په پکتیکا ولایت کې یې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته پنځه بند ښوونځي بېرته پرانیستي دي.
د دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ښوونځي د نا امنیو له امله تړل شوي وو؛ چې له بیرته خلاصېدو سره به یې ۲۴۰۰ زده کوونکې درس ویلو ته ولاړ شي.
د روان لمریز کال له پیل راهیسې په پکتیکا ولایت کې اتلس تړل شوي ښوونځي پرانیستل شوي او یوازې شپږ ښوونځي لاهم تړلي دي؛ چې سلګونه کوچنیان ورسره له درس ویلو بې برخې دي.