ولسي جرګې د سترې محکمې د قضایه قوې مشر ته د باور رایه ورکړه

د هیواد ولسي جرګې د ستري محکمې د ورپیژندل شوو دووغړو څخه د سترې محکمې د قضایه قوې مشر ډاکټر عبدالمالک کاموي ته د باور رایه ورکړه.

د ښاغلي کاموي ترڅنګ سرور دانش هم نن د ولسي جرګې غونډي ته حاضر شو، چې د باور رایه یې وانخیسته.

د ولسي جرګې رئییس عبدالروف ابراهیمي د ښاغلي دانش د رایو نتیجه داسي اعلان کړه.

“محترم سرور دانش ۸۲ رايې تایید،۱۰۲ رايې رد، ۹ رايې سپینې او ۱۶ رايې باطلې، نو پر همدې اساس ۵۰+۱ رايې یې وانه خیستلې، له بده مرغه د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب یې خپل نه کړ.”

په غونډه کې د غړو نصاب ۲۰۹ کسان وو او ۵۰+۱ یې ۱۰۵ رايې کېدلې.

ولسي جرګې تیر کال د دې جرګې د انتخاباتي ناخوالو پر وخت د ستري محکمې پنځه غړي سلب صلاحیت کړل.

د اساسي قانون له مخې ستره محکمه ۹ غړي لري؛ چې د هیواد د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي او وروسته ولسي جرګه د باور رايې ورکوي.