پاکستان د بې اسنادو افغانانو د ویستلو نېټه یوه میاشت نوره وغځوله

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر وايي، چې د پاکستان حکومت د هغو افغان کډوالو د ستندولو نیټه یوه میاشت غځولې چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې وه، چې د روان کال د مې د میاشتې له پنځه ویشتمې نیټې وروسته به دغه کډوال خپل هیواد ته ستانه کړي.

خو د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې پاکستانیو چارواکو دا هم ورسره منلې چې افغان کډوال به په داوطلبانه توګه خپل هیواد ته ستنوي.

نوموړي دغه خبرې د پاکستان له رسمي سفر څخه له ستنیدو وروسته په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.