په تخار کې یو وار بیا د یو ښوونځي لسګونه زده کوونکې مسمومې شوي دي

په تخار کې چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې نن یو وار بیا د یو ښوونځي لسګونه زده کوونکې مسموم سوي دي.

د دې ولایت د روغتیا رییس حفیظ الله صافي ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې نژدې سل تنه زده کوونکې د تالقان ښار روغتون ته انتقال شوي دي.

پیښه د تالقان ښار د مختلط بشیر اباد د نجونو او هلکانو په یو ګډ ښوونځي کې شوې ده.

په تیرو څو اونیو کې دا څووم وار دی، چې په افغانستان کې د ښوونځیو زده کوونکې مسموم کیږي.