چارواکې وایي، په افغانستان کې پنځو تاجکستاني بندیانو وطن ته له ستنیدو انکار کړی او دې مسلې په تاجکستان کې د شاوخوا سلو افغان بندیانو خوشې کول ځنډولي دي.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکې ازادۍ راډیو ته نن وویل، ، د دغې لانجې له امله ۹۷ افغانان چې د نشه یي موادو د قاچاق او د مهاجرت له اصولو څخه د سرغړونو په جرمونو بندیان دي، د بندیانو د تبادلې د تړون پر اساس، په افغانستان کې د بند د پاته مودې تېرولو لپاره وطن نشي تلاي.
تر اوسه نه ده څرګنده چې په افغانستان کې پنځه تنه تاجکستانیان چې په ورته جرمونو بندیان دي، ولې نه غواړي خپل وطن ته ستانه شي او د بند پاته موده په تاجکستان کې تېره کړي.
په تاجکستان کې د افغانستان سفېرعبدالغفور ارزو وایي، د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د شوي توافق پر اساس، دواړه هېوادونه یو د بل بندیان په زوره نشي استولای.