م.م: د سوريې حکومت دې د عنان د سولې له پلان سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي

په داسې حال کې چې نړېواله ټولنه خبرداری ورکوي، چې سوريه د کورنۍ جګړې په درشل کې ده، د دغه هېواد حکومت وسله والې ډلې د دې اوونۍ پر ډله ييزو وژنو تورنې کړې.

د سوريې د حولې د مرکزي ښار د وژنو په اړه تحقيقاتو ته ګومارل شوي چارواکي جنرال قسيم جمال الدين پرون په دمشق کې يوې خبري غونډې ته وويل، لومړنۍ پلټنې ښيي چې وژل شوېو کسانو د حکومت له مخالفته انکار کړی و او له وسله والو ډلو سره مخالف ول.

د ملګروملتو څارونکي وايي، د حولې ښار شاوخوا ۱۰۸ قربانيان، چې ۴۹ ماشومان او ۳۴ ښځې دي، بې له دې چې خبرې ورسره وشي، سمدستي په ډزو وژل شوي دي.

له بلې خوا د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون په استانبول کې د خبرو په مهال خبرداری ورکړ، چې دا پېښه په سوريه کې د کورنۍ جګړې ناورين رامنځته کولای شي:

«د ملکيانو هغسې ډله ييزې وژنې چې دا اوونۍ په سوريه وشوې، سوريه په يوې له مصيبته ډکې کورنۍ جګړې کې راګير کولي شي، داسې کورنۍ جنګ چې دا هېواد به ترې هيڅکله رغېدل ونه لري.

زه د سوريې له حکومته غواړم، چې د انان د سولې له پلان سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»

د بانکي مون خبرداري د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ هم تاييد کړ. ده وويل چې اروپايي اتحاديه پر سوريې د نويو بنديزونو تياري نيسي.