د سالنګ پر لارې د فشار د کمولو لپاره پر متبادلو لارو غور روان دی

د افغانستان د فوايد عامې وزير وايي، چې د سالنګ پر لويې لارې د موټرو د ترافيک د فشار د کمولو لپاره د هېواد د شمال او جنوب ترمنځ د متبادلو لارو د جوړولو پر پلان غور روان دی.

د فوايد عامې وزير نجيب الله اورژن پرون په داسي حال کې چې د سالنګ د لارې د ستونزو د کتنې لپاره سيمې ته سفر کړي و، ازادۍ راډيو ته په ټېلفوني مرکه کې وويل د هيواد د شمال او جنوب ترمنځ د ترانسپورتي اسانتياوو د زياتولو لپاره پر څلورو انتخابونو کار کوي.

ده وويل چې اوس د سمنګان له دره صوف څخه باميان ته د سړک پر جوړولو کار روان دي او په پام کې ده چې دا سړک پر شکاري درې تېر او د دايکنډي له طريقه کندهار ته ورسول شي.