په کابل کې هلمندیانو یو ځلي بیا دګلاب منګل د والي د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

په کابل کې د هلمند یو شمېر قومي مشرانو یو ځلي بیا د هلمند د موجوده والي د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

دغو قومي مشرانو نن په یوه خبري غونډه کې خبردارې ورکړ، که افغان حکومت یي غوښتنې ته پام ونه کړي، خو په مظاهرو به لاس پورې کړي.

خو د هلمند والي دفتر بیا د دې هڅو تر شا سیاسي توطعې ښکیلې بولي او وایی، چې زیاتره دغه کسان، چې په کابل کې د هلمند ولایت په استازیتوب خبرې کوي د دې ولایت نه دي.