د ازادۍ اسیا راډیو چې مرکز یې په امریکا کې دی په یو راپورکې ویلي، وروسته له هغې چې دوو تنو تیبیتیانو په لاهسا سیمه کې د یکشنبې په ورځ ځان ته اور واچوه دغلته په وروستیو څو ورځو کې په سلګونو تیبیتیان نیول شوي دي.
د تیبیت د بشري حقونو ډلې وايي، د ۲۰۱۱ م کال د مارچ راهېسې تر اوسه پورې په چین کې ۳۵ تیبیتانو د ځان سوزونې په بڼه اعتراض کړی دی، په دې کې اوه ویشت کسان مړه شوی دی.
د چین د لویدیځ په سیخون ایالت کې د درې ماشومانو یوه تیبیتي مور په دې لړ کې وروستۍ قرباني وه چې ځان ته یې اور واچوه .
چینايي چارواکو هغه کسان چې دا ډول اعتراض کوي تروریستان بللي دي.
د تیبیت په خود مختاره سیمه کې د کمونیست ګوند د سیاسي او قانوني چارو د کمیسون مشر هاو پینګ له چارواکو غوښتي چې پر انیټرنیټ او تیلفوني پیغامونو دې محدودیتونه زیات کړي.