حازم شهابي د ملکي تلفاتو په غبرګون کې د سوریي سره خپلې اړیکې وشلولې

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د سوریې افتخاري سرقونسل پرون د سوریې په حوله ښار کې د ملکې تلفاتو په غبرګون کې د سوریي له رژیم سره خپلې اړیکې وشلولې.

حازم شهابي وویل، تاسو یوې داسې مرحلې ته رسیږي چې نور چپ پاتې کیدل او اقدام نه کول له اخلاقي پلوه د منلو وړنه دي او په وحشیانه ډول د خلکو د وژنو دوام چې وروستی یې حوله ښار کې ترسره شو، زما لپاره هغه ټکی وه چې نور چپ پاتې کیدل نشي توجیه کیدای.

د شهابي پلار د بشارالاسد د پلار حافظ الاسد په رژیم کې د سوریې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز و.

په عین حال کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا به سبا ته د سوریې په حوله کی د تیرې اونۍ له سلو څخه د زیاتو ملکي وګړو د ډله ییزې وژنې په اړه فوق العاده غونډه وکړي.

دغو وژنو د نړېوالو ډیره غوصه راپارولې او ډیر لویدیځ هېوادونه یې دې ته وهڅول چې د اعتراض په ډول له خپلو هېوادونو د سوریې لوړ رتبه ډیپلوماتان وباسي.

په حوله کې د رامنځ ته شوې پیښې په اړه څیړنو ښودلې چې د ماشومانو په ګډون ډیر خلک په ډله ییزه توګه اعدام شوي دي.