امریکا: د القاعده شبکه لا هم د افغانستان په ختیځ کې خوندي پناه ځایونه لري

د امریکا د فاع وزارت وايي، چې د القاعده تروریستي شبکه لا تر اوسه هم د افغانستان په ختیځو سیمو کې خوندي پناه ځایونه لري.

اسوسیټدپرس د دې ادارې په حواله وايي، که څه هم د داسې پناه ځایونو شمېر محدود دی، خو په سیمه کې یې لوړ رتبه امریکايي قوماندانان اندیښمن کړي دي.

د پنټاګون ویاند، جان کربي پرون ویلي: د القاعده شبکې داسې سیمې موندلې دي، چې هلته خلک وروزي او پلانونه جوړ کړي.

دې امریکايي چارواکې د دقیقو موقعیتونو یادونه نه ده کړې، خو ټينګار یې کړی چې د القاعده غړي پاکستان ته په تګ راتګ کې دي.

تردې وړاندې، د ایساف ځواکونو د سې شنبې په ورځ وویل، چې په کونړ کې په هوایي حمله کې د القاعده یو مهم غړی ووژل شو.

د القاعده شبکې دغه غړی په افغانستان کې د دې شبکې دوهم لوی قوماندان بلل کېږي.