میت رومني په ټکساس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند دننه ابتدایي انتخابات د سې شبنې په ورځ وګټل.
له دې سره میت رومني د خپل ګوند د استازیو ترمنځ دومره رایي خپلې کړې چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خپل ګوند استازیتوب وکړي.
په یوه بیان کې میت رومني وویل، دا بریالیتوب د دې څرګندویي کوي چې د ده درناوی شوی.
د رسنیو له رپوټونو سره سم رومني تر اویا فیصده ډيرې رایي خپلې کړې دي. له څو اونیو راهیسې رومني د جمهوري غوښتونکو د کاندیدانو په منځ کې مخکښ ګڼل کیده، ځکه چې ګڼو کاندیدانو د ګوند دننه له دغو سیالیو لاس واخیست.
تمه ده چې د اګست په میاشت کې به هغه وخت چې د جمهوري غوښتونکي ګوند عمومي غونډه وي، نور کاندیدان رسما رومني د خپل ګوند د کاندید په توګه ومني. بیا به په نومبر کې له بارک اوباما سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سیالي ته ودریږي.