په داغستان کې چارواکي وایي، د روسیې په شمالي قفقاز کې د دې ناکراره سیمې د سپورت مرستیال وزیر ووژل شو.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند وویل، ناصر ګدژیخانوف چې یو وخت په اروپا کې د غیږنیونې اتل و، د سې شنبې په ورځ ماښام خواته د داغستان په مرکز مخاچکلا کې هغه وخت ووژل شو چې د هغه پر موټر د اتوماتو وسلو ډزې وشوې.
تر اوسه د دې وژنې د علت په اړه څه نه دې ویل شوې. پولیس وایي چې دوی تحقیقات پیل کړې دي.
ګدژیخانوف په نولس سوه نویم کال کې د څلوراویا کیلوګرامه په وزن کې د سپینو زرو میډال ګټلی و او درې ځلې په اروپا کې اتل شوی و.
په داغستان کې چې له چیچن سره ګډه پوله لري وخت په وخت پر پولیسو او دولتي چارواکو بریدونه کیږي او چارواکي په دې بریدونو مسلمان بیلتون غوښتونکي تورنوي. دا بریدونه له تنظیم شویو وسله والو ډلو سره هم ارتباط لري.