ان سان سوچي نن په تایلند کې له برمایي کډوالو سره ولیدل

ان سان سوچي نن په تایلند کې له برمایي کډوالو سره ولیدل، دا په څه باندې دو لسیزو کې لومړی ځل دی چې سوچي له برما یا میانماره بهر سفر کوي.

په بنکاک او مهاچي ښارونو کې خلکو د دغې دیموکراسي پلوه مشرې هرکلۍ په چکچکو وکړ.

سوچي چې په تیرو څلرویشت کلونو کې ډير وخت په نظر بندي کې تیر کړی و، په بنکاک کې یې د ختیځې اسیا لپاره په نړېواله اقتصادي غونډه کې برخه واخیسته.

ټاکل شوې ده، چې بیا اروپا ته ولاړه شي او په ناروې کې به د نوبل جایزه چې یوویشت کاله مخکې ورکړل شوې وه، ترلاسه کړي.

میانمار په وروستیو میاشتو کې وروسته تر دې له نړېوالې انزوا راووت چې له انتخاباتو وروسته چې اتلس میاشتې مخکې ترسره شول، اصلاحاتو ته یې مخه کړه.