له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې لپاره د ملګروملتو د ادارې اجراییه رييس وايي، چې د افغانستان حکومت ژمنه ورکړې چې د کوکنارو او مخدرو موادو د مخنیوي لپاره به لا جدي اقدامات وکړي.
د م.م له جرمونو او مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې اجراییه رييس یوري فیدوتوف پرون په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره له کتنې وروسته په دې اړه خبریالانو ته وویل:
«ولسمشر کرزي ما ته ډاډ راکړ، چې د مخدرو موادو او منظمو جرمونو په ارتباط نورو فعالو اقداماتو ته ژمن دی او هغه دغه راز باور لري چې کله چې د افغانستان حکومت دوه کاله وروسته پوره واک ترلاسه کړي، په افغانستان کې به د مخدرو موادو اندازه خورا کمه شي.»
یوري فیدویتوف د مخدرو موادو او جرمونو پرخلاف د مبارزې په برخه کې د خپلې ادارې د همکارۍ د دوام ډاډ څرګند کړ، ويي ویل، کومه لاره چې افغانستان د نشه یي توکو پرخلاف د مبارزې لپاره ټاکلې او په کوم تګلوري چې روان دی، سم تګلوری دی او هیله ده چې مطلوبې پایلې به ورڅخه ترلاسه شي.
ښاغلي فیدوتوف د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې په افغانستان کې د ټولو تولید کېدونکو مخدرو موادو یوازې څه کم دوه فیصده نیول کېږي.
ده همدا راز اعلان وکړ، چې له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې لپاره د ملګروملتو اداره به په راتلونکو درو کلونو کې په افغانستان کې د مخدرو موادو د مخنیوي پر پروګرام ۱۱۷ ملیون ډالره ولګوي.