ایران کویټ په دې وغانده، چې دوه ایرانیان یي د جاسوسۍ په تور محکوم کړي

ایران کویټ په دې وغانده چې دوه ایرانیان یي د جاسوسۍ په تور محکوم کړي دي، د دوشنبې په ورځ د کویت د استیناف محکمې د هغو دوو ایرانیانو، چې د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور محکوم شوي، د اعدام سزا عمري قید ته راټیټه کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی رامین مهمانپرست پرون وویل، چې پر ایرانیانو لګول شوي تورونه ناسم دي او هغوي ته ورکړای شوې سزا د منلو نه ده.

دغو دوو ایرانیانو او یوه کویتي په ۲۰۱۰ کال د نیول کېدو په مهال د کویت په پوځ کې کار کاوه.

پر دوي تور پورې شوی، چې د کویت او امریکا د پوځونو مالومات یې د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواک ته رسول.