"د هېواد ۱۲۰۰ لرغوني اثار د له منځه تلو په خطر کې دي"

د اطلاعات او کلتور وزیر نا امنۍ، طبیعي پیښې، نه پاملرنه او جګړه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شاوخوا دولس سوو فرهنګي لرغونو اثارو د له منځه تلو د خطر اصلي لامل بولي.

سید مخدوم رهین د سې شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري غونډه کې په نړېوالې ټولنې او په هغو خلکو چې په فرهنګي نوښتونو او لرغونتیاوو باورمن دي غږ وکړ، چې د افغانستان او بشریت د دغو فرهنګي میراثونو ژغورلو ته جدي پاملرنه وکړي:

"زه نه یواځې له نړېوالې ټولنې او نه یواځې له تاسو غواړم چې مهرباني وکړئ د نړېوالو میراثونو او انساني شهکارونو د یوې برخې د ژغورلو فریاد نړیوالو ته ورسوئ بلکې د افغانستان له ملي شتنمو او پانګوالو هم غواړم چې د خپلو فرهنګي میراثونو په ژغورلو کې مرسته وکړي. "

ښاغلي رهین زیاته کړه، چې د فرهنګي میراثونو په ځانګړې ډول د عقیدتي ځایونو چې پکې د هرات جامع جومات او د بلخ روضه مبارکه د یادولو وړ دي د بیا جوړولو ناسمې لارې چارې هم ددې لامل شوي چې دغه فرهنګي میراثونه د له منځه تلو له خطر سره مخامخ شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر که څه هم د نړېوالې ټولنې او په تیره بیا د امریکا، جاپان ، جرمني او هالند مرستو ته اشاره وکړه خو د یونیسکو ادارې مرستې د پام وړ وښودې .

په کابل کې د یونسکو ادارې استازي شاروک ادګار وویل، چې د تاریخي او فرهنګي آثارو ساتنه د نړیوالې ټولنې تخنیکي مرستو ، ښو همغږیو او سیمه ایزو کاري قوو ته اړتیا لري .

ښاغلي ادګار په راتلونکي کې د افغانستان له فرهنګي برخې سره د خپلو مرستو په دوام ټینګار وکړ:

"د یونیسکو په توګه به موږ د اوسنیو ستونزو په هوارولو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه او مالي مرستو ته دوام ورکړو او همدا راز موږ چمتو یو څو د مشوره يي مرستو او پالیسي جوړولو په برخه کې د اړتیا په وخت خپله همکاري جاري وساتو.

یونسکو د ملګرو ملتونو هغه فرهنګي اداره ده، چې له تیرو شپیتو کلونو راهیسې له افغانستان سره پدې برخه کې مرستې کوي."


د اطلاعاتو او کلتور وزیر په هیواد کې لرغونو فرهنګي اثارو ته د ورپیښو ګواښونو یادونه پداسې حال کې کړې، چې په تیرو دریو لسیزو او په تیره بیا د تنظیمي جنګونو په مهال د هیواد اکثره تاریخي اثاره له منځه ولاړل او یا هم بهرنیو هیوادونو ته قاچاق شول.

که څه هم له تیرو لسو کلونو راهیسې د پاتې اثارو او سیمو د ژغورلو لپاره پراخې هڅې روانې دي، خو بیا هم داسې رپورټونه موجود دي، چې اوس هم ددغو اثارو قاچاق او په تاریخي سیمو کې خپل سرې کیندنې دوام لري.